ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له دې وروسته تعرفوي بدلونونو د ارزونې شمېرې د (M) پر بنسټ پلي کېږي

د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د سوداګرو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د هېواد په ګمرکونو کې د تعرفوي بدلونونو د پلي کېدو اساس بدل شوی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د ګمرکونو لوی ریاست هغه وړاندیز چې د تعرفوي بدلونونو د پلي کولو لپاره د سپارلو شمېرې (P) پر ځای د ارزونې شمېرې (M) کارول په کې شامل وو، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تعرفې کمېټې په دویمه غونډه کې منظور شوی دی.

مالیې وزارت زیاته کړې، چې له دې وروسته به د ارزونې شمېره(M) د تعرفوي بدلونونو د ټاکلو او پلي کولو اساس وي، او دغه پرېکړه له اوس څخه د عملي کېدو وړ ده.

یاد وزارت همداراز څرګنده کړې، چې د ګمرکي تعرفې په سلنه کې هر ډول بدلون به یوازې پر هغو مالونو تطبیقېږي چې د هغوی ګمرکي محصول لا تر اوسه بانک ته نه وي سپارل شوی.