د کونړ امنیه قومندان د بهرنیو رسنیو هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې، چې ګواکې دې ولایت کې د امیرالمؤمنین له لوري د عمومي بښنې له فرمان څخه سرغړونه شوې ده.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحق حقاني د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته ویلي؛ ځینو بهرنیو رسنیو داسې تبلیغات پیل کړي، چې ګواکې دې ولایت کې د امیر المؤمنین له لوري د عمومي بښنې له فرمان سرغړونه شوې او د پخواني نظام کار کوونکي په مرموز ډول وژل کېږي.
نوموړي دغه ادعاوې بې بنسټه او له حقیقت لرې وبللې او زیاته کړې یې ده، چې د پخواني نظام سلګونه کارکوونکي لاهم په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي او د بښنې د عمومي فرمان له مخې په ډاډه زړه خپلې چارې پر مخ وړي.
نوموړي ویلي “ځیني بهرنۍ او پرديپالې رسنۍ د اوسني نظام پرضد بې اساسه تبلیغات کوي، چې ګواکې د هېواد په ختيځ او په ځانګړي ډول کونړ کې د پخواني نظام کارکوونکي په مرموز ډول وژل کېږي.
دغه ادوعاوې په بشپړه توګه یو اړخیزې دي، حقیقت نلري او یوازې د اسلامي نظام پرضد توطیه ده.
موږ د عمومي بښنې فرمان ته ژمن یوو او د تېرې ادارې سلګونه کارکوونکي لا هم له موږ سره په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي او موږ د خپلو وروڼو په څېر ورته غېږ پرانیستې ده.”
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې کونړ کې یې د جنایي جرمونو، نشه یي توکو سره د مبارزې او بېلابېلو غیرې قانوني کړنو په تړاو کوټلي ګامونه اخیستي دي.
د نوموړي په وینا؛ د روان کال په اوږدو کې یې د کونړ مرکز او ولسوالیو کې د غیرې قانوني کړنو ۲۳۹ قضیې ثبت کړې، چې په تړاو یې ۵۲۲ کسان تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
ښاغلي حقاني ویلي، چې دې ولایت کې یې د غیرې مسولو اشخاصو له لوري د اسلحو پر ګرځولو بندیز لګولی او تر دې مهاله یې له غیرې مسولو اشخاصو ۶۵۱ میله سپکې او درنې وسلې راټولې او ثبت کړې دي.
نوموړي پخپلو خبرو کې ډاډ ورکړی، چې کونړ کې هېڅ ډول وران کارې ډلې شتون نه لري او د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د هر ډول پېښو د مخنیوي وړتیا لري.
د کونړ امنیه قومندان هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د عمومي بښنې له فرمان سرغړونه شوې
