ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد د تېرې ادارې له جنرالانو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د تېرې ادارې له جنرالانو او یو شمېر منسوبینو  سره وکتلي.

په دې لیدنه کې ډګر جنرال افضل امان، ډګر جنرال محمد زمان احمدزی، تورنجنرال شعور ګل، تورن جنرال نبي الله، برید جنرال فرید، ډګروال افندي او د هېواد د قول اردو قومندانانو ګډون کړی وو.

مولوي محمد یعقوب مجاهد له یادو جنرالانو ته ویلي، چې زموږ او ستاسو یوازینی هدف په هېواد کې امن راوستل دي، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې یو بل ته لاس ورکړو او د ټپي هېواد لپاره درمان شو. هڅه وکړو چې قومي او مذهبي توپیرونه له منځه یوسو.

دغه راز ښاغلي مجاهد له راغلو جنرالانو مننه وکړه. ډاډ یې ورکړ، چې ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه وکړي او د امنیت ساتلو کې به یې هر راز هڅې وکړي.