د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د (میرعبدالکریم اغا) نوي جوړ شوي جامع جومات په پرانیستغونډه کې ګډون او وینا کړې.
مولوي عبدالکبیر د جومات د مالي ملاتړ کوونکي او د هغه د همکارانو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، جومات جوړونکي د اسلام په دین کې خورا لوړ مقام لري.
نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې د اسلامي نظام له حاکمیت سره د ابادۍ چارې په بېساري ډول روانې دي، چې د ګڼو نورو بنسټيزو پروژو ترڅنګ هر کال لسګونه جامع جوماتونه هم د اسلامي امارت او خلکو لخوا په اساسي ډول رغول کېږي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي نظام د خپلو ارزښتونو ساتلو او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي افغانستان د پراختیا او اقتصادي ودې له اړخه پر ځان بسیا کړي.
سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او د اړیکو پراختیا غوښتونکی دی، خو هېڅ وخت به پر دیني او ملي ارزښتونو معامله ونه کړي.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې؛ اسلامي نظام د ټولو افغانانو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او ساتنې مسولیت لري او د خپل فعال بهرني سیاست له مخې له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکي لري.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ځايي خلکو ته په خطاب کې ویلي، خپل لمونځونه په جومات سره ادا کړئ او د خیر په کارونو کې برخه واخلئ.
د یادونې وړ ده، چې دغه جامع جومات د یوه افغان پانګوال لخوا جوړ شوی او په پرانیستغونډه کې یې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ترڅنګ د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسولینو، سوداګرو او ځایي خلکو برخه اخیستې وه.