د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د مخابراتي شبکو لپاره د انټرنیټي او غږیزو کڅوړو لپاره نوې بیې وټاکلې.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسولینو وویل؛ دې وزارت د ولس له غوښتنې سره سم د غږیزو اړیکو او انټرنټ د قېمتونو موضوع په خپلو لومړيتوبونو کې نیولې، په همدې اساس د هېواد په کچه د دویم ځل لپاره د مخابراتي شرکتونو د وروستي کال د تعرفو او لګښتونو د تحلیل او ارزونې په نتیجه کې د غږیزو او انټرنټي خدمتونو لپاره، د بیو نوی سقف ټاکل شوی دی.
یادو مسولینو زیاته کړه؛ د بیو په نوي ټاکل شوي سقف کې د هرې شبکې دننه د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۳۰ افغانۍ ده، چې د بیو د مخکیني سقف په پرتله ۳۰ سلنه ټیټوالی په ډاګه کوي.
دغه راز له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د بیو د تېر سقف په پرتله ۳۶ سلنه ټیټوالی پکې راغلی دی.
په همدې ډول د یو جي بي میاشتنۍ انټرنټي کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر په نسبت پکې ۱۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی.
همداراز د مخابراتي شرکتونو لپاره د بیو په نوي ټاکل شوي سقف کې د هرې شبکې دننه د پېرودونکو ترمنځ د یوه لیکلي پیغام بیه ۱.۳۰ افغانۍ او له یوې شبکې څخه بلې ته ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې چې په ترتیب سره د مخکیني سقف په نسبت ۶۸ او ۶۰ سلنه ټیټوالی پکې راغلی دی.
د مخابراتو وزارت مسولینو وویل؛ د مخابراتي شرکتونو لپاره د بیو په نوي سقف کې د مخابراتي شبکو ترمنځ د خپلمنځي نښلونې فیس ۰.۵۰ افغانۍ ټاکل شوی، چې د تېر په پرتله پکې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.
یادو مسولینو زیات کړه، د نوي سقف پورتنۍ بیې به، یوه نیمه میاشت وروسته، یعنې د راتلونکي میلادي کال له پیل څخه عملي شي.
د مخابراتو وزارت مسولینو وویل؛ اترا ادارې دوه کاله وړاندې په لومړي ځل د ټولو مخابراتي شرکتونو د نرخونو لپاره سقف ټاکلی وو، چې له امله یې په مخابراتي مارکېټ کې رقابت رامنځته او مخابراتي بیې تر ډیره حده ټیټې شوې وې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت باور لري، چې د نوي سقف له ټاکلو سره به د شرکتونو تر منځ د بیو په برخه کې سالمه سیالۍ نوره هم پراخه شي.