ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د افغان لوبغاړو ملاتړ ته دوام ورکوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د المپیک کمېټې له رییس نظر محمد مطمئن سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي مطمئن د المپیک نړیوالې کمېټې سره د افغانستان اړیکي ښې بللې او ویلي یې دي، چې افغان لوبغاړو په مختلفو سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده.

دغه‌راز نوموړي د المپیکي سیالیو، په دې برخه کې د شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.

مولوي عبدالکبیر د المپیک کمېټې مشر او ټولو افغان لوبغاړو څخه مننه کړې، چې پر نړیوال دريځ د افغانستان نوم ځلوي او ویاړونه ترلاسه کوي.

نوموړي زياته کړې، چې ورزش د افغانانو د خوښۍ او یووالي غوره وسیله ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو پای کې ویلي، چې اسلامي امارت د المپیک کمېټې په ګډون د ټولو ورزشي ادارو او افغان لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې به د هغوی ستونزو ته رسيدنه وکړي.