د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د ازبیکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او په بهرني سیاست کې د دې هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيټي، اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د تېر یوه نیم کال پر مهال له ازبیکستان سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې درلودې او د دې اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د پول حیثیت لري او که له دغه ستراتیژیک موقعیت څخه ښه استفاده وشي، دا به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي؛ زه باور لرم چې افغانستان او ازبیکستان خپلو اړتیاوو او شته فرصتونو ته په کتو په سیمه کې دوه اغېزناک اقتصادي شریکان جوړېدای شي.
د ازبیک پلاوي مشر عبدالعزیز کاملوف ویلي، چې دوی په نړیوالو فورمونو او غونډو کې له افغانستان څخه ملاتړ کړی او په هر حالت کې یې د افغانستان د ګټو خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي.
ښاغلي کاملوف زیاته کړې، دوی پر ډېرو بنسټیزو پروژو سربېره چمتو دي چې د قوشتېپې له کانال څخه د اعظمي ګټې اخیستلو په موخه له اسلامي امارت سره د خپلو تخنیکي ټیمونو په واسطه ګډ کار او همکاري وکړي.
ازبیک پلاوي ویلي؛ ازبیکستان چمتو دی چې د نړیوالو فورمونو په مراعاتولو او له پرمختللې ټکنالوژۍ په استفادې له امو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرنې له اسلامي امارت سره د قوشتېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیک لوري ته ډاډ ورکړی، چې قوشتېپې کانال به د افغانستان او ازبیکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او دغه دوه ګاونډي هېوادونه به لا نږدې کړي.
ښاغلي برادر زیاته کړې؛ اسلامي امارت چمتو دی چې د یو ګډ تفاهم له لارې دغه حیاتي پروژه سرته ورسوي.
د ناستې په پای کي دواړو لورو هیله څرګنده کړې، چې دغه ډول ناستې دې دوامداره شي او د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره دې مثبت پرمختګونه پکې رامنځته شي.