ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال خوست کې د فاضلانو دستاربندۍ مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۹مه نېټه په خوست ولایت کې د جامعه مظهر العلوم نيازي د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د دستاربندۍ په یادو مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر مسولینو، علمای کرامو، مشایخو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی وو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال وویل؛ د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مدارس د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې په برخه کې فعال مرکزونه پاتې شوي او ټولنو ته هغه هستۍ وړاندې کوي چې رسول‌الله (ص) خپل وارثان بللي او امت ته د اخلاقو او نبوي چلند معیار ګرځي.  

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې په رښتینې بڼه ظهور وکړ، دا روایت له مدارسو راوټوکېد، کلیو او ښارونو ته یې سرایت وکړ او په داسې دوامداره مقدسه مبارزه بدل شو چې سترو کفري لښکرو ته یې شرموونکې ماتې ورکړه.

ښاغلي برادر اخوند د دیني مدارسو له مسولینو او فارغ شوو فاضلانو څخه وغوښتل، چې د وعظ او منبر ژبه نوره هم نرمه او ښایسته کړئ، د دیني مکلفیتونو ترڅنګ خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه او فکر ورکړئ، له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې برخورد کوئ، په خپل علم عمل وکړئ، په خپله برخه کې لا ډېره مطالعه او پرمختګ وکړئ.  

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ تاسې ته ښه معلومه ده چې اوس د ټکنالوژۍ دور دی؛ کوشش وکړئ چې له معاصرو زده کړو او اړتیاوو سره هم ځانونه بلد کړئ، څو په واقعي ډول د دین او ولس خدمت وکولی شئ او ولسونو ته دیني شعور او فهم په معاصره او قابل فهم ژبه انتقال کړای شئ.

اقتصادي مرستیال د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل؛ له نېکه‌مرغه د هېواد په کچه د اقتصادي ودې په برخه کې اوسمهال ډېرې مهمې ملي پروژې او کارونه روان دي، د نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې شوې، داخلي تولیداتو ته مناسب بازارونه موندل شوي او د امارتي منابعو د غوره مدیریت لپاره په مهمو ملي پلانونو او ستراتیژیو کار روان دی.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو فارغو شوو فاضلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې له خپل علم څخه د دین، هېواد او د دې شریف ولس د خدمت لپاره ګټه واخلي.