د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولایت له يو شمېر علمای کرامو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو علمای کرامو او مخورو د یاد ولایت د اقتصادي، اجتماعي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی ویلي، د اسلامي امارت د مسولینو او مجاهدینو د کوښښونو په پایله کې د بدخشان اوسېدونکي له بشپړ امنیت برخمن دي او په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي.
همدارنګه نوموړو مدرسواو ښوونځیو ته د پاملرنې ترڅنګ د پراختیايي پروژو او شغل رامنځته کولو په برخو کې د بدخشان د خلکو غوښتنې هم د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي؛ خلکو ته خدمت، د امنیت ټینګښت او د ولسونو هوساینه د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي، چې د اسلامي امارت مسولین په دې برخو کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولایت د مشرانو او مخورو له لورې مطرح شویو موضوعاتو ته په اشارې زیاته کړې، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام اړین اقدامات وکړي.