د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د دغه وزارت تخنیکي او مسلکي ټېم د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه د هېواد په ځينو ولایتونو کې له ۹۵څخه زیاتې تاریخي ابدې کشف او ثبت کړې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي، تر اوسه څه باندې دوه زره او ۱۰۰ تاریخي ابدې چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې شتون لري ثبت شوې دي.
یو شمېر لروغونپوهان تاریخي ابدې؛ د هېواد تاریخي او فرهنګي پېژندګلوي یادوي او د یادو ابدو ساتنه د دولت او ملت ګډ مسولیت بولي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسولینو په وینا، د دغه وزارت د تخنیکي او مسلکي ټېمونو له لورې د نا سروې شویو سیمو تر سروې وروسته به هېواد کې د تاریخي ابد شمېر کې زیاتوالی راشي.