ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د جاپان سفیر لیدنه؛ د افغانستان او جاپان د کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي شتون کې لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې کورومایا د هغو پروژو په اړه معلومات شریک کړي، چې جاپان یې په افغانستان کې فعالیت ترسره کوي.

نوموړي د افغانستان لپاره د جاپان د شپږ میلیونه ډالرو مرستې په اړه معلومات ورکړي، چې دوه ورځې وړاندې د یو ان اچ سي ار (د ملګرو ملتونو د پناه ورکوونکې ادارې) د بې ځایه شویو کورنیو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره لاسلیک شوي وو.

د جاپان سفیر همدارنګه ویلي، دا مرستې د زیانمن شویو برخو د جوړولو لپاره دي.

کورومایا د هغه شپږ کسیز پلاوي چې د ملي موزیم ريیس هم شتون پکې درلود، په اړه راپور وړاندې کړ چې څو ورځې مخکې د ساساکاوا بنسټ په رسمي بلنه جاپان ته تللي وو.

یاد پلاوي د فرهنګي میراثونو د څېړنې انستیتیوت او د توکیو د میراثونو فرهنګي ادارې څخه لیدنه کړې وه، نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دا سفر به د فرهنګي میراثونو په برخه کې د لا پرمختګ لامل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي؛ د افغانستان او جاپان اړیکې په تاریخي توګه مثبتې دي، چې د صداقت او باور پر بنسټ جوړې شوې دي.

د هغه پلاوي سفر چې تازه جاپان ته تللی وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د فرهنګي اړیکو د پراختیا پیل ګڼو.

ملا خیرالله خیرخواه د جاپان له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې په همکارۍ ټینګار کړی او د جاپان هېواد لېوالتیا یې په دې برخه کې مهمه بللې.

همدارنګه مولوي عتیق الله عزیزی په خپلو خبرو کې د فرهنګي میراثونو په اړه د ښوونیزو پروګرامونو او  سیمینارونو د جوړولو په اړه یادونه کړې او د دغه ډول پروګرامونو جوړول یې د تاریخي ابداتو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره مهم وګڼلي.

ښاغلي عزیزي د ملي موزیم، بالاحصار او منار جام په اړه خبرې کړي او له جاپان څخه یې د دې تاریخي ځایونو د بیارغونې پر اړتیا ټینګار کړی.

په پای کې دواړو لوریو د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی.