د عامې روغتیا وزارت وایي؛ د دې وزارت د څارنې او پلټنې ریاست په ملي کچه د شواهدو او تصمیمنیونې پر بنسټ د ارقامو راټولولو او تحلیل په موخه له اړوندو ادارو سره غونډه کړې.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرکزي او ولایتي رییسانو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو، د یونیسیف ادارې مسولینو او روغتیايي کارکوونکو شتون درلود.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي بېړنیو پېښو ته د رسېدو، تصمیمنیونې، د چارو اغېزمنتیا، د منابعو د نه ضایع کېدو او ساري ناروغیو د کنټرول لپاره د کره معلوماتو راټولول او د هغوی تحلیل، یو مهم اصل بللی او له همکارو ادارو یې غوښتي، چې په دې برخه کې له روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
همداراز مولوي نور جلال جلالي د ناروغیو د مخنیوي، د واکسین د تطبیق د پوښښ پراخولو، د چارو د ړوڼتیا او لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی او له اړوندو مسولینو یې غوښتي، چې په دې برخو کې اړین اقدامات وکړي.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رییس ډاکټر عنایتالله عنایت د یوه پریزنټېشن په ترڅ کې د روغتیا سیسټم اوسنی وضعیت او د هغو ناروغیو د مخنیوي په اړه معلومات وړاندې کړي، چې له ډلې یې پینځه ډوله ناروغۍ زیاتې خپرېدونکې دي.
ډاکټر عنایتالله عنایت له روغتیايي مسولینو غوښتي، چې د یادو ناروغیو د مخنیوي لپاره د یوه جامع پلان د جوړولو او پلي کولو په برخه کې له دې ریاست سره همکاري وکړي.
سربېره پر دې، د روغتیا نړیوال سازمان او د یونیسیف ادارې استازو د یادو موضوعاتو په اړه خبرې کړې او روغتیا وزارت ته یې په دې برخه کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی دی.