د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د بېلا بېلو کانونو په ځانګړې توګه د ګچو کانونو څخه لیدنه وکړه.
ملا هدایت الله بدري د بادغیس ولایت د کانونو د کیندنې چارې له نږدې وڅارلې او د تړون لرونکو شرکتونو مسولینو ته یې د کار د چټکتیا او روڼتیا په برخه کې ځانګړې سپارښتنې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې باید د دغو پروژو له لارې د خلکو لپاره د کاري زمینې هم برابرې شي.