ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۹ چکډېمونه جوړ شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، تېرو دوو کلونو (۱۴۰۲ او ۱۴۰۳) پر مهال د کلیــو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري ۷۹ چک‌ډېمونه جوړ شوي.

یاد معاونیت زیاتوي؛ د یادو چکډېمونه له جملې څخه په بادغیس کې ۹، زابل کې ۱۰، بغلان کې څلور، سرپل کې اووه، فراه کې ۱۰، کندوز کې اووه، بلخ کې نهه، هرات کې ۱۶، نیمروز کې درې او پکتیا کې څلور جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

اقتصادي معاونیت د دې چکډېمونو د جوړېدو موخې تر ځمکې لاندې د اوبو تقویه کول، د سېلابونو مخنیوی، د باران او واورې اوبو ذخیره کول او د وچکالۍ د زیانونو راکمول ښودلې دي.

د دې معاونیت د معلوماتو له مخې په یادو جوړو شویو چکډېمونو ټولیز لګښت ۳۱۷ میلیونه افغانۍ دی، چې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې څخه ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان هڅه کوي، چې د خپل ولس اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد اقتصاد د بهرنیو مرستو پر ځای یوازې پر خپلو پرېمانه داخلي سرچینو متکي کړي.