ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر کال په ننګرهار کې څه‌باندې ۱۸۸ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۱۸۸ زره او ۳۱۲ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، په دې خدمتونو کې ۹۷ زره او ۹۹۳ برېښنایي پېژندپاڼې، ۶۲ زره او ۶۶۸ کاغذي پېژندپاڼې ، ۱۵ زره او ۷۹۰ زېږون کارتونه، څلور زره او ۵۸۳ د مړینې پارچې او اووه زره او ۲۷۸ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو رییس قاري عارف‌الله حنیف حمزه وايي؛ چې هره ورځ شاوخوا دوه زره او ۶۰۰ ښځینه او نارینه مراجعین د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د یو زر او ۳۲ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي، د دې ترڅنګ یې په میاشتني ډول د ۲۹۱ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.

 سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې د وریجو د کښت سروې، د پنبې د کښت او تولید او ځینې نورې مهمې سروې‌ګانې ترسره شوې دي.