ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نجیب‌الله حیات حقاني: مخابراتي شرکتونه دې هېوادوالو ته معیاري او خوندي خدمات وړاندې کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي؛ د دې وزارت د قوانینو له مخې، د ام ټي ان (MTN) مخابراتي شرکت اسهام رسمي ډول ام ون ګروپ ته انتقال شول او له دې وروسته به یاد شرکت د اټوما (ATOMA) په نوم د خپل نوي برانډ تر چتر لاندې خپل فعالیتونه پرمخ وړي.

په همدې تړاو جوړې شوې ځانګړې غونډې کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي؛ ام ټي ان شرکت چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې مخابراتي خدمتونه وړاندې کول، له هغو شرکتونو څخه و چې د خپل تمرکز د بدلون له امله یې اسیايي بازارونه پرېښي او پر ځای یې په افریقا تمرکز کړی.

نوموړي زیاته کړې، له همدې امله د ام ون ګروپ مسولین افغانستان ته راغلل او د ام ټي ان اسهامو د اخیستلو وړاندیز یې وکړ، چې دا بهیر د اسلامي امارت د اصولو او د مخابراتو وزارت د قوانینو له مخې پرمخ ولاړ.

مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، د ام ون ګروپ له لوري د ام ټي ان شرکت د اسهامو پېرودل د دې ښکارندويي کوي، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ډاډمن او شفاف چاپېریال رامنځته شوی دی.

دغه‌راز ښاغلي حقاني زیاته کړې، د مخابراتي شرکتونو لپاره د خدماتو کیفیت لوړولو په موخه ۴۸ مګاهرتزه فریکوینسي د درېیو بیلابېلو بانډونو له لارې په شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر اجاره ورکړل شوې، چې له امله به یې د خدماتو کیفیت لوړ او ډېری سیمې به د مخابراتو له اسانتیاوو برخمنې شي.

په ورته مهال مولوي حیات حقاني د ام ټي ان شرکت له خدمتونو مننه کړې او د اټوما شرکت څخه یې غوښتي، چې خپلو مشترکینو ته معیاري، خوندي او د جواز له شرایطو سره سم خدمات وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، د مخابراتو وزارت هڅه کوي د هېواد په ټولو سیمو کې د مخابراتي سایټونو د ارتقا له لارې خدمات لوړ کړي، او اوس مهال یو شمېر سایټونه له 2G څخه  3Gاو 4G ته ارتقا مومي.

همداراز، د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د ټکنالوجۍ او ارتباطاتو پر ارزښت خبرې کړي او د ام ون ګروپ له مشرتابه یې مننه کړې، چې له دې سترې پانګونې سره یې د افغانستان لپاره مثبت انځور وړاندې کړ.

په ورته مهال د اټوما شرکت مسول هشام رمضان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر او ټولو منسوبینو څخه یې مننه کړې، چې د ام ټي ان مخابراتي شرکت اسهام یې په پوره قانوني چوکاټ کې ام ون ګروپ ته انتقال او اټوما ته یې افغانستان کې د مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو په موخه د پانګونې او خدمت زمینه برابره کړه.

همدارنګه نوموړي د ام ټي ان شرکت د اسهامو د قانوني لېږد له امله د مخابراتو وزارت مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت د ټولو قوانینو له مخې به خپل فعالیتونه پرمخ وړي او له دې سربېره به ځوانانو ته د کار کولو فرصتونه هم برابر کړي.

هشام رمضان ژمنه کړې، چې د خدمتونو کیفیت ته به وده ورکړي، خپلې شبکې به عصري کړي او هېوادوالو ته به په لوړ کیفیت مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.