د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانيو غړو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو په تړاو شاهدي ورکړې.
دې پخوانیو سرتېرو بي بي سي ته څو کلنه چوپتیا ماته کړې او په افغانستان کې یې د اشغالګرو د پټو وحشتونو او جنایتونو حقایق روښانه کړي دي.
یادو سرتېرو ویلي، چې برېتانیوي ځواکونو به بېوسلې وګړي نیمه شپه په خوب کې وژل، بندیان او ان ماشومان به یې وژل او اعدامول.
د دوی په خبره، برېتانیوي سرتېرو ته د بندیانو وژل په یوه عادي چاره بدله شوې وه.
د بي بي سي په راپور کې راغلي، چې شاهي ځانګړي ځواکونه هم په دې جنایتونو کې شامل دي.
د یاد راپور له مخې، د برېتانیا دفاع وزارت له نورو پخوانیو سرتېرو هم غوښتي، تر څو خپل معلومات ورسره شریک کړي، چې په روانو څېړنو کې مرسته ورسره وکړي.
د برېتانیايي سرتېرو له لوري پر خپلو جنایتونو له اعتراف وړاندې مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي وو، اسلامي امارت د هغو افغانانو لپاره د غرامت د ورکړې غوښتنه کوي، چې د اشغالګرو له لوري ظلم او وحشت ورسره شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند د برېتانیوي سرتېري د جنګي جنایتونو په اړه خپره شوې څېړنې ته په غبرګون کې زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د اشغالګرو ظلمونه او وحشتونه پلان شوي وو.