ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ښاري طرحو اړوند د معلوماتو خپرولو په اړه فرمان صادر کړ

د ښاري طرحو (پلانونو) اړوند د لازمو معلوماتو او تفصیلاتو د خپرولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

فرمان

د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو په پراختیایي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په چارو کې د روڼتیا د ټینګښت په موخه لاندي مراتب منظوروم:

لومړۍ ماده:

د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ په ګډون د ولایتونو او ولسوالیو اړوند ښاروالۍ مکلفې دي، چې د برېښنايي او چاپي رسنیو، د مساجدو امامانو، د ګذر وکیلانو او نورو مناسبو وسایلو له لارې د ښاري طرحو (پلانونو) اړوند لازم معلومات او تفصیلات وخت پر وخت خپاره او د غوښتني پر مهال یې خلکو ته ورکړي.

دویمه ماده:

هغه سیمې چې په ښاري ساحو کې داخلې شوې دي او تفصیلي طرحه (پلان) نه وي ورته جوړه شوې، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې ذکر شوې ادارې مکلفې دي، چې تفصیلي طرحې (پلانونه) دې ورته جوړ او خپاره کړي.

درېيمه ماده:

د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاستونه مکلف دي، چې د دې فرمان له تطبیق څخه په دوامداره توګه نظارت وکړي.

څلورمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.

والسلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته!

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة ﷲاخندزاده