ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) پروژې په اړه تخنیکي ناسته وشوه

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د بهرنیو چارو، مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ وزارتونو استازو تر منځ له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) پروژې په اړه تخنیکي ناسته وشوه.

په دې ناسته کې، چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر یې مشري کوله، ټاپ پروژه د سیمې په کچه یوه مهمه او حیاتي پروژه وبلله او ټولو ملي پروژو کې یې د ګډ ملي احساس او بشپړې روڼتیا له مخې د کارونو پر مخ وړلو او پریکړو پر کولو ټېنګار وکړ.

ناسته کې د ټاپ پروژې د پخوانیو هوکړه‌لیکونو بیاکتنه، د لارې د نقشې روښانتیا، د تطبیق لپاره د اړینو سهولتونو رامنځته کول او د راتلونکو ناستو د پلانونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

ټاپ پروژه د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي، چې د دې پروژې له بشپړېدو وروسته، به شاوخوا ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ترلاسه کړي او دا به د کورني صنعت د ودې او د کورونو د روښانتیا لپاره مهم ګام وي.

د یادونې وړ ده، چې د TAP پروژې د مدیریت لپاره د افغانستان برېښنا شرکت په مشرۍ یوه ګډه کمېټه د ریاست‌الوزرا د عالي مقام د پرېکړې پر بنسټ جوړه شوې ده.