د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په جلا جلا ناستو کې د پکتیکا ولایت د برمل او د ننګرهار ولایت له قومي مشرانو او مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اوبو او برېښنا د ستونزو او پروژو په اړه خبرې شوي دي.
د پکتیکا د برمل ولسوالۍ قومي مشرانو، د اوبو او انرژۍ په برخه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړي دي.
ملا عبداللطیف منصور د صلیبي اشغال په بهیر کې د یادې ولسوالۍ د خلکو قربانۍ او اتلولۍ ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې د مالي او تخنیکي امکاناتو د شتون او متوازن انکشاف په چوکاټ کې به د دوی د ستونزو د حل په موخه اړین ګامونه واخیستل شي.
همداراز، د اوبو او انرژۍ وزیر د ننګرهار د اوبو او انرژۍ رییس عبدالاحد پاچا او قومي مشرانو سره هم لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې، د یاد ولایت قومي مشرانو د اوبو او برېښنا ستونزې د وزارت له مقام سره شریکې کړې او په دې ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو غوښتنه یې کړې ده.
ملا عبداللطیف منصور په دې لیدنه کې د ننګرهار د خلکو جهادي فعالیتونه، په ځانګړې توګه د هغو کډوالو مرستې او خدمات ستایلي، چې خپلو ټاټوبو ته بېرته راستانه شوي او ويلي یې دي، چې یاد وزارت به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه، ښاغلي منصور د ننګرهار قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت د مشرانو له خوا دې ولایت لپاره ۴۱ میګاواټه لمریزه بریښنایي پروژه منظور شوې ده، چې په نږدې راتلونکې به پرانیستل شي.