ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې ۴۴ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د خپلو ولایتي سفرونو په دوام د هېواد جنوب ختیځ ولایت پکتیکا ته د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه سفر کړی.

 مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد شمال شرق ولایتونو ته له سفر وروسته پکتیکا ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، ځايي چارواکو، علمای کرامو او د سیمې له اوسېدونکو سره د مخابراتي خدمتونو د ارزونې، د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د تطبیق او همداراز د مخابراتي او انټرنټي ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په دې لیدنه کې اړونده مسولینو او ځايي اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې وزارت یې د هېواد لرو پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي د هېواد ټولې برخې له مخابراتي خدمتونو څخه برخمنې کړي.

 نوموړي د پکتیکا ولایت د مرستیال والي او ګڼو نورو ځايي چارواکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی له لوري د یو لړ سیمو چې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي د ۴۴ نويو مخابراتي انټنونو منظوري ورکړه، چې په جوړېدو سره به یې د پکتیکا ولایت لرې پرتې سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.

 د یادونې وړ ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر دې وړاندې د یاد ولایت لرو پرتو سیمو لپاره ۲۹ نور مخابراتي انټنونه په ټي ډي ایف لسمه پروژه کې هم منظور کړي و، چې له دې سره به د ټولو هغو مخابراتي انټنونو شمېر چې پکتیکا ولایت کې جوړېږي ۷۳ مخابراتي سایټونو ته ورسېږي.