ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د UNHCR استازو د ننګرهار د کډوالو چارو له رییس سره په لیدنه کې د مرستو د پراخوالي ډاډ ورکړی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ريیس د پناغوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مسوولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې، د ننګرهار د کډوالو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن د کوچنیو کاروبارونو لپاره د حرفوي زده‌کړو، سرپناه جوړولو، نغدي ، خوراکي او غیر خوراکي مرستو او نورو برخو کې د راستنو شویو هېوادوالو لپاره د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسوولینو د شته ستونزو د حل لپاره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او د راتلونکو پروګرامونو په اړه یې معلومات شریک کړل.

همدارنګه دوی له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو پراخولو په برخه کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.