ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالکبیر سره د جاپان سفیر لیدنه؛ له افغان کډوالو سره د مرستو او د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورمایا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، افغان کډوالو ته د مرستو پر چمتو کولو او له اسلامي امارت سره د جاپان پر اړیکو خبرې شوې دي.

 تاکایوشي کورمایا ویلي، چې توکیو روان زېــږدیز کال د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل په موخه ۷،۵ میلیونه ډالر مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا لګوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د جاپان مرستې په لنډمهاله پنډغالو کې خدماتو ته د لاس رسي او د راستنېدونکو د اقتصادي ستونزو حل ته ځانګړې شوې دي.

ښاغلي سفیر په نړیواله کچه د بشري مرستو کمښت ته په اشارې سره ویلي، چې له افغانانو سره به د توکیو مرستې د پخوا په څېر دوام ولري او کمښت په کې نه راځي.

دغه‌راز تاکایوشي کورمایا د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د کوکنارو په بندیدو سره افغان بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او لا تر اوسه مناسب بدیل کښت نه لري.

د ناستې پر دوام د جاپان سفیر ویلي، چې د اسلامي امارت ځینې لاسته راوړنې باید له نړیوالو سره شریکې شي او همدارنګه د مسایلو د حل په موخه یې د اسلامي امارت او نړیوالو پر همکاریو ټېنګار کړی او له افغانانو سره یې د نړۍ مرستې اړینې بللي دي.

محترم مولوي عبدالکبیر د جاپان سفیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې د جاپان له مرستو مننه کړې ده.

نوموړي له افغانستان سره د جاپان د مرستو دوام مهم یاد کړی، خو د بشري مرستو رسونې په برخه کې یې د بېځایه اداري لګښتونو پر مخنیوي ټېنګار کړی دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د افغان ولس او نړۍ غوښتنو ته پام لري او اسلامي نظام د افغانستان په تړاو د نړیوالو اندېښنو ته رسېدنه کړې ده.

په پای کې نوموړي د افغان کډوالو د ښارګوټو رغولو په برخه کې د جاپان حکومت د مرستې غوښتنه کړې ده.