د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورمایا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، افغان کډوالو ته د مرستو پر چمتو کولو او له اسلامي امارت سره د جاپان پر اړیکو خبرې شوې دي.
تاکایوشي کورمایا ویلي، چې توکیو روان زېــږدیز کال د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل په موخه ۷،۵ میلیونه ډالر مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا لګوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د جاپان مرستې په لنډمهاله پنډغالو کې خدماتو ته د لاس رسي او د راستنېدونکو د اقتصادي ستونزو حل ته ځانګړې شوې دي.
ښاغلي سفیر په نړیواله کچه د بشري مرستو کمښت ته په اشارې سره ویلي، چې له افغانانو سره به د توکیو مرستې د پخوا په څېر دوام ولري او کمښت په کې نه راځي.
دغهراز تاکایوشي کورمایا د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د کوکنارو په بندیدو سره افغان بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او لا تر اوسه مناسب بدیل کښت نه لري.
د ناستې پر دوام د جاپان سفیر ویلي، چې د اسلامي امارت ځینې لاسته راوړنې باید له نړیوالو سره شریکې شي او همدارنګه د مسایلو د حل په موخه یې د اسلامي امارت او نړیوالو پر همکاریو ټېنګار کړی او له افغانانو سره یې د نړۍ مرستې اړینې بللي دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د جاپان سفیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې د جاپان له مرستو مننه کړې ده.
نوموړي له افغانستان سره د جاپان د مرستو دوام مهم یاد کړی، خو د بشري مرستو رسونې په برخه کې یې د بېځایه اداري لګښتونو پر مخنیوي ټېنګار کړی دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د افغان ولس او نړۍ غوښتنو ته پام لري او اسلامي نظام د افغانستان په تړاو د نړیوالو اندېښنو ته رسېدنه کړې ده.
په پای کې نوموړي د افغان کډوالو د ښارګوټو رغولو په برخه کې د جاپان حکومت د مرستې غوښتنه کړې ده.

