د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشر ښاغلي تاریا واټرډال سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سیستم پیاوړتیا، د نیمه روغتیايي زدهکړو په برخه کې د افغان محصلینو روزنه، اسانتیاوو رامنځته کول، او د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او روغتیا ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو وړاندې کولو په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي جلالي ټینګار کړی، چې د عامې روغتیا خدمات باید د ملي پالیسۍ له مخې وړاندې شي او له ناروې کمېټې یې د نیمه روغتیايي زدهکړو په برخه کې د افغان محصلینو د روزنې او د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د ناروې کمېټې مشر ښاغلي واټرډال، خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې، د نیمه روغتیايي زدهکړو په برخه کې د افغان محصلینو د روزنې او د روغتیایي سکتور سره د همکاریو دوام ته ډاډ ورکړی دی.

