د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن سهار پر اشغال شویو سیمو یې د ‘وعده صادق۳’ عملیاتو ۲۰مه څپه بریدونه کړي دي.
اسرائیلي سرچینې وایي، په دې بریدونو کې شاوخوا ۳۰ توغندي توغول شوي، چې له امله یې اسرائیلو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران د بریدونو اصلي هدفونه دوه ښارونه، حیفا او تلابیب دي.
یاد اژانس زیاته کړې، په حیفا کې څو توغندي لګیدلي او ځینې نور په تلابیب کې خپلو هدفونو ته رسیدلي دي.
همدارنګه ویل شوي، چې بنګوریون هوايي ډګر، د صهیونیستي رژیم د بیولوژیکي تحقیقاتو مرکز، د ملاتړ پوځي اډې او د کنټرول او قوماندې بېلابېل مرکزونه هم په بریدونو کې په نښه شوي دي.
دغهراز په شمالي اشغال شویو سیمو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي او ټول ښارونه د خبردارۍ په حالت کې دي.

