د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي چې د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه د چين – سويلي اسيا همکاريو فورم نړيوال نندارتون کې د ګډون په موخه د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د چين (يون نان) ښار ته تللی و، پرون یکشنبه بېرته هېواد ته راستون شو.
د دې سفر پر مهال د چين ولسي جمهوریت اړوندو چارواکو د رياست الوزرا اداري مرستيال او ورسره پلاوي تود هرکلی وکړ. مولوي عبدالسلام حنفي په دې نندارتون او ياد فورم کې د ګډون او وینا تر څنګ د چين لوړ پوړو چارواکو، د يون نان ولايت والي او نورو مسولينو، د چين ولسي جمهوریت ملي رهبرانو، د پوهنتونونو استادانو، اکاډميکو شخصيتونو او د ياد هېواد سوداګرو او پانګه والو سره جلا جلا لیدنې وکړې.
په دې لیدنو کې د رياست الوزرا اداري مرستيال په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې تشريح کړې او دواړو لوريو د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو، روغتيايي، روزنيزو او اکاډميکو همکاريو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لا پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.
مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي د دې سفر په څنډه کې د يون نان ولايت د کرنيزو او درملو علومو علمي او څيړنيزو مرکزونو او همداراز د افغان سوداګرو لخوا د چين – سویلي اسیا نندارتون کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو ايښودل شويو غرفو څخه هم ليدنه وکړه.

