ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.
د یادې پالیسي لیدلوری (پر اسلامي اقتصادي نظام ولاړ پرمختللی او سوکاله افغانستان) او موخې یې (د پانګونې د جذب او پراختیا

لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتول، د اشتغال کچې لوړول او د بې‌وزلۍ کمول، پایداره اقتصادي پراختیا او وده، اقتصادي ثبات، سوکالي او اسلامي ټولنیز عدالت ټینګښت) دي.

اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په همغږي کولو، له منابعو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولري.
همداراز په غونډه کې مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه، څو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند ۱۳ کلیو ته د برېښنا شبکې غځولو پروژې ته په ۱۴۰۴ مالي کال کې د اړتیا وړ بودیجه ځانګړې او د افغانستان برېښنا شرکت یاده پروژه پلي کړي.د غونډې په پای کې په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه.

د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۷۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي چې ټولټال به ۸۷۸ دوکانونه ولري.

همدارنګه په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تایید شوه.

د یادې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د معیاري سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۹۶ میلیون افغانۍ پانګونه کوي.

دغه‌راز پورته تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دفتر ته واستول شول.