ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع‌الحق خالص: د پروژو په پلي کېدو کې دې د هېواد لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د همکارۍ د پیاوړتیا او همغږۍ په موخه د غیرې دولتي موسسو له استازو سره مشورتي ناسته کړې.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، چې د دې غونډې موخه د چاپېریالي موضوعاتو او همکاریو په برخه کې د امارتي ادارو او نادولتي موسسو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا، له موسسو سره د چاپېریالي اسنادو شریکول، ترڅو وکولی شي له اقلیمي بدلون سره د سازښت او د مبارزې په برخه کې په ملي کچه د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره نړیوالو مالي میکانیزمونو ته خپلې طرحې او پروپوزلونه وړاندې کړي.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي، چاپېریال د انسان پر ژوندانه ډیر زیات اغېز لري، نو ځکه د ډیر اهمیت وړ دی.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان ته الله تعالی داسې طبیعي جوړښت ورکړی چې په دنیا کې یې ساری نشته، نو موږ او تاسې ته د یوه ملت په حیث په کار ده چې د چاپېریال په بیا رغونه کې مشترک ګامونه واخلو، موږ ټول (ملت، نظام او موسسې) باید په ګډه خپل طبیعي چاپېریال وساتو او دا زموږ مشترک دیني او ملي مسوولیت دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د موسسو استازو ته سپارښتنه کړې، چې ډونرانو ته د پروژو د وړاندې څخه مخکې په خپلو طرحو او پروپوزلونو کې د چاپېریالي سندونو غوښتنې ځای پر ځای کړي؛ ترڅو چاپېریالي اصول پلي او د هېواد چاپېریالي وضعیت ته په کتو په ملي کچه د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره خپلې پروژې ترلاسه او پلي کړي.

ښاغلي خالص د موسسو له استازو غوښتنه کړې، چې په خپلو پروژو کې ملي ګټې په پام کې ونیسي، کارونه باید سطحي نه وي، بنسټیز کارونه وشي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته یو جوړ او سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.

د غونډې په لړ کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون او طبیعي میراثونو د ساتنې رییسانو لخوا له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې (NDC) سند او نورو چاپېریالي سندونو په تړاو هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شوي او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د چاپېریالي مسایلو په برخه کې به د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د اکبر موسسې په همکارۍ په دوامداره توګه له نادولتي موسسو سره د همغږۍ غونډې دوام ولري.