د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دافغانستان او ترکيې پر دوه اړخيزو اړيکو او سيمهييزو مسايلو خبرې شوې دي.
د ترکيې بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره اړيکې د ترکيې لپاره مهمې بللي او ګڼو برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی دی.
همدا راز ښاغلي مقتي ویلي، چې ترکيه د اسلامي امارت په بهرني سياست کې ځانګړی ځای لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د کچې له لوړیدو سره بايد دوې اړخيزې همکارۍ لا زياتې شي.

