د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا په لارښوونه او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو لهخوا، د “بشارت فتح” عملیاتو په ترڅ کې، په قطر کې د امریکا پر العدید لویې نظامي اډې توغندیز شوي دي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک په دې اړه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه بریدونه د امریکا له خوا د ایران پر سوله ییزو اټومي تاسیساتو د ښکاره نظامي یرغل او د نړیوالو اصولو د نقض په ځواب کې ترسره شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې ایران هېڅکله هم پر خپله خاوره او حاکمیت یرغل بې ځوابه نه پرېږدي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک ویلي، د امریکا خوځنده نظامي اډې او هدفونه د قدرت نښې نه، بلکې د دې رژیم ستر ضعف بلل کېږي او که دا ډول بریدونه تکرار شي، د امریکا نظامي بنسټونه به په سیمه کې له سقوط سره مخ شي او د هغوی له لوېدیځې اسیا څخه شرموونکې تېښته به حتمي شي.
د یادونې وړده، چې العدید منځني ختیځ کې د امریکا لویه ستراتیژیکه نظامي اډه ده، چې دوی د سیمې د هوايي ځواک عملیات ترې رهبري کوي او زرګونه سرتېري یې هلته مېشت دي.

