ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بې پلېټه او بې اسنادو موټرو کرایه ورکول غیر قانوني دي

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ترافیک پولیسو له‌خوا په یوه خبرتیا کې ټولو ټرانسپورټي شرکتونو مالکینو ته خبر ورکول کېږي چې په ودونو، کوژدو او نورو خوښیو مراسمو کې د بار وړلو او مسافرو لیږد لپاره بې پلېټه او بې اسناده موټر په کرایه ورکول غیر قانوني دي.

یاد وزارت زیاته کړې، ټول شرکتونه اړ دي چې خپلو موټرو ته ژر تر ژره له ترافیکو پولیسو اړوند ادارو څخه رسمي او قانوني اسناد او نمبرپلېټونه ترلاسه کړي.

د ترافیکو پولیسو ټینګار کړی، چې پرته له رسمي اسنادو به د موټرو فعالیت ته اجازه ورنه کړي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.