ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یو شمېر چینایي شرکتونو د افغانستان د بندونو پر جوړولو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژۍ وزارت د پانګونې دجلب او جذب ریيس مولوي رحمت‌ولي رحماني د دغه ریاست د یو شمېر تخنیکي مسوولینو په شتون کې د چینایي شرکتونو له یوې ډلې سره لیدنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د چینایي شرکتونو مسوولینو د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د برېښنا تولید او د بندونو د جوړولو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرکنده کړې ده.

په ورته مهال، د پانګونې د جلب او جذب ریيس په دغه لیدنه کې په افغانستان کې دبرېښنا انرژي تولید په پروژو کې د چینایي شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او په دې برخه کې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د همکارۍ ډاډ ورکوو.

ښاغلي رحماني د پانګونې په برخه کې د عملي ګامونو په اخیستلو باندې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې هکله به له یادو شرکتونو سره د پانګونې په موخه د بنسټیزو پروژو لېست شریک شي.