د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان په درېیو ولایتونو ننګرهار، روزګان او جوزجان کې د قومي مشرانو، علماوو او سیمهییزو مسوولینو په همکارۍ اوږدمهالې شخړې هوارې شوې او ښکېلو اړخونو روغه او جوړه کړې ده.
د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ په مامند سیمه کې د یوه کس د وژنې له امله رامنځته شوې ۱۳ کلنه شخړه، چې د دوو کورنیو ترمنځ یې اوږدې ستونزې راولاړې کړې وې، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست په هلو ځلو، د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي خلکو په همکارۍ د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې ښکېل اړخونه سولې ته راضي او ترمنځ یې د یوې شرعي پرېکړې له مخې روغه او جوړه وشوه.
بلخوا د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د دې ولایت د مرستیال والي په شتون کې، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د دوو کورنیو ترمنځ هغه یو کلنه شخړه حل کړه، چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.
همداراز، د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې شخړه د قومي مشرانو او دیني عالمانو په همکارۍ حل کړه. د یادې پېښې پر مهال یو کس وژل شوی و، خو موضوع په سولهییز ډول هواره شوه او دواړو اړخونو یو د بل پر وړاندې د ورورلۍ ژوند ته غاړه کېښوده

