د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له یوې همکارې موسسې سره یې د څه باندې ۴۱ میلیون افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دې تړون پر بنسټ به په نیمروز ولایت کې شاوخوا شپږ زره بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ورکړل شي.
وزارت ټینګار کړی، که څه هم لنډمهاله مرستې کولای شي د بېرته راستنېدونکو ستونزې تر یوه بریده راکمې کړي، خو د دغو ستونزو دایمي حل یوازې د بنسټیزو او اوږدمهالو پراختیايي پروژو په پلي کېدو پورې اړه لري.
همدارنګه رسمي معلومات ښیي، چې د روان لمریز کال لومړیو درېیو میاشتو کې هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو څخه ۷۲ زره ۹۲ کورنۍ چې د وګړو شمېر يي درې زره او ۱۸۸ تنه کیږي، راستانه شوي چې د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو له مرستو برخمن شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت له یوې همکارې موسسې سره د څهباندې ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

