ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیه کې د اسلامي امارت لوی سفیر معرفي شو

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکیې په پلازمېنه انقره کې شیخ صنیع‌الله فرهمند په یاد هېواد کې د اسلامي امارت د لوی سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي کړ.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې ناسته کې ښاغلي متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سفیر کچې ته د اړیکو لوړېدل د دواړو هېوادونو د ښې همکارۍ او مثبتو اړیکو نښه بللې ده.

یاد وزارت زیاتوي، چې د معرفۍ په دې ناسته کې د افغان ټولنې ځینو مشرانو او علماوو هم ګډون کړی وو.