د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ وشوه.
د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د ناستې په پیل کې شیخ نداء محمد ندیم په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې کړي او ویلي یې دي، چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په فرامینو او احکامو کې دی.
دغهراز نوموړي د رهبرۍ شورا له غړو غوښتي، چې په لومړي قدم کې پخپله فرامین او احکام پر ځان تطبیق کړي او خپل ماتحت کارکوونکي هم ورته متوجه کړي.
وروسته له اجنډا سره سم د شورا غړو په پوهنتونونو کې د مکافاتو او مجازاتو لارښود، د کارکوونکو له لوري د دندو لایحې پوره تطبیق کولو او متوجه کولو په اړه، د مسلکي پرمختیایي مرکزونو د چارو سمون لارښود او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې کړې دي.

