ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اقتصاد وزارت: تېر کال څه‌‌باندې ۱۲۰۰ اساسي او فرعي پراختیايي پروژې پلې شوې دي

له نړیوالو بندیزونو سره – سره اقتصاد وزارت وایي، تېر کال اسلامي امارت له خپلې پراختیایي بودیجې څخه ۳۷۰ اساسي پراخیتايي او ۸۷۳ پراختیايي فرعي پروژې پلې کړې دي.

یاد وزارت همداراز زیاتوي، چې د بشري ملاتړ په موخه تېر کال ۶۲۱ پروژې بهرنیو همکارو موسسو او یو زر او ۳۱۸ پروژې کورنیو موسسو او بنسټونو پلې کړې دي.

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان دا ډول پروژې د هېواد په اقتصادي برخه کې اړینې بولي او پر دوام يي ټینګار کوي.

تر دې وړاندې اسلامي امارت او عام ولس څو ځلې پر نړېوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې میلیاردونه ډالره شتمني ازاده کړي، ترڅو د هېواد په اقتصادي برخه کې ترې په سم ډول کار واخیستل شي.