ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ترکیه کې د افغانستان کلتوري اتشې د یاد هېواد د سره صلیب له رییس سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي

په ترکيه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې قاري حميدالله تمکين د یاد هېواد د سره صلیب له ریيس ډاکټر محمد سیلای سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او بشري اړیکو د پیاوړتیا په موخه لیدنه کړې.

ښاغلي تمکین د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډو تمدني او کلتوري ریښو یادونه کړې او د کلتوري تعاملاتو، علمي همکاریو او په افغانستان کې د بشري مرستو له فعالیتونو څخه د ملاتړ پر پراخوالي يې ټینګار کړی دی.

دغه‌راز نوموړي له افغانستان سره د ترکيې د سره صلیب د ارزښتناکو خدمتونو او مرستو له امله مننه کړې او یاد بنسټ یې د بشري مرستو په برخه کې یو له مهمو او فعالو نړیوالو شریکانو څخه بللی دی.

قاري حميدالله تمکين له یاد بنسټ څخه په فرهنګي برخو، د تعلیمي بنسټونو ملاتړ، یتیمانو او د جګړو او طبیعي افتونو له قربانیانو سره د مرستو په برخه کې د لا زياتو همکاريو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال ښاغلي ډاکتر محمد سیلای هم د افغان ولس لپاره د سره صلیب پر دوامدار تعهد ټینګار کړی او ویلي یې دي، ترکیه تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او دا ملاتړ به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به کلتوري او بشري همکارۍ نورې هم پیاوړې شي.