د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له ریيس جیفري ګریکو سره لیدنه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د متقابلو بانکي اړیکو د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.
صدیق الله خالد ویلي، د هېواد بانکي او غیر بانکي مالي سکتورونه د هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
نوموړي د افغانستان بانک لخوا د پیسو مینځلو او د جرمونو څخه د را پیدا شویو عوایدو د مخنیوي د رژیم د پیاوړتیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د سکتور د میکانیزه کولو او په مطلوب حد کې د انفلاسیون د ساتلو په برخه کې ډاډ ورکړی.
ښاغلي خالد ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د بانکي سکتور په متقابلو بانکي اړیکو کې ډېر پرمختګ رامنځته شوی، د بانکي سکتور له لوري خلکو ته د مالي تمویلاتو د ورکړې په برخه کې د تېر کال په پرتله ۷۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی، همدارنګه یوازې په وروستۍ یوه ربع کې په بانکي سکتور کې د امانتونو کچه ۷.۹ میلیارده افغانۍ لوړه شوې ده او د پیسو د نړیوالو لیږدونو په برخه کې ډېرې ستونزې حل شوې دي.
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رییس جیفري ګریکو ویلي، چې نړۍ په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي او بانکي سکتورونو د مثبتو بدلونونو شاهده پاتې شوې ده.
ورته مهال ښاغلي جیفري ګریکو په خپلو خبرو کې د افغانستان بانک پلاوي ته د روان زېږدیز کال اګسټ میاشت کې د بانکي سکتور د متقابلو اړیکو د پراخېدو په موخه جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون او وینا بلنه ورکړې ده.

