ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي په هرات کې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو له بهیر څخه څارنه کړې

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رییس مولوي عبدالسلام حنفي د هرات ولایت د اسلام‌قلعه بندر ته سفر کړی او له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د بېرته راستنېدو له بهیر څخه یې له نږدې لیدنه او څارنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام‌جار، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون یو شمېر غړو او د اسلامي امارت نورو مسوولینو ګډون کړی و.

د لیدنې پر مهال، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونه کړې او اړوندو مسوولینو ته یې د غوره او پر وخت خدماتو د وړاندې کولو سپارښتنې کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د راستنېدونکو هېوادوالو د ثبت، تثبیت او موقتې میشتېدنې، دوی ته د روغتیایي خدماتو او اړوندو ولایتونو ته د لېږد بهیر څخه د څارنې پرمهال د صحي روغتونونو، امبولانسونو او مالي چارو د تنظیم په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو قدرداني کړې او د ټاکل شوي پلاوي صادقانه هڅې یې ستایلې دي.

نوموړي همدا راز د راستنو شویو هېوادوالو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې اورېدلي او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې دې د دوی اساسي اړتیاوو ته ژر تر ژره رسېدنه وشي.

ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې راستنو شویو هېوادوالو ته دې د روغتیا، انتقال، بیا مېشتېدنې او شغلي فرصتونو په برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.