ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره میاشت کې څه‌باندې ۱۷۷ زره برېښنایي  پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د روان ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د ټول هېواد په کچه د اسان خدمت  مرکزونو او  برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګو له لارې  ۱۷۷ زره او ۳۱۹ هېوادوالو ته برېښنایي  پېژندپاڼې وېشلې دي، چې له دې ډلې یې اته زره او ۷۵۰ تر وېش وروسته خدمتونه دي. 

د یادې ادارې د برېښنایي  پېژندپاڼو خدمتونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، کابل د ۳۵ زره او ۶۷۱، بلخ د ۱۴ زره او ۲۰، کندهار د ۱۱ زره او ۷۷۹، هرات د لس زره او ۱۶۶ او هلمند ولایت د اته زره او ۱۵۸ برېښنایي  پېژندپاڼو په وېشلو هغه پینځه ولایتونه دي، چې د روان کال په غبرګولي میاشت کې یې تر ټولو زیاتې برېښنایي  پېژندپاڼې وېشلې دي.

د یادولو وړ ده، چې اوس‌مهال د کابل په ګډون د ټول هېواد په کچه ۷۵ د برېښنایي  پېژندپاڼو او اسان خدمت مرکزونه، یو ګرځنده ټیم او همدارنګه په متحده‌ عربي اماراتو کې یو د اسان خدمت مرکز فعال دی، چې هره ورځ ښځینه او نارینه مراجعینو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.