ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې تر دې دمه څه باندې ۱۱۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون وايي، ددغه کمېسیون د کار له پیله  تر دې دمه شاوخوا یو زر او ۱۵۰ کسان هېواد ته راستانه شوي چې پکې د تېرې ادارې بېلابېل لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي.

کمېسیون زیاتوي، چې له ګڼو نورو بهر مېشتو افغانانو سره هم په اړیکه کې دي او هڅه کوي هغه کسان بېرته راستانه شي چې د منفي تبلیغاتو له امله یې هېواد پرېښی دی.

بل لور یو شمېر هغه افغان شخصیتونه چې د اړیکو کمیسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي د دغه کمیسیون جوړېدل او ټولې کړنې یو نېک اقدام بولي او وايي، پکار ده چې دغه کمیسیون په بهر کې د مېشتو متخصصینو راستنولو کې هم لاس پکار شي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون مسوولین وايي، هڅه کوي په نورو هېوادونو کې شته کادرونه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې یې له تجربو څخه ګټه واخیستل شي.