ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق الله عزیزي د یاسین شریف هنري نندارتون پرانیست

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د هېواد د مشهور شاعر او لیکوال ارواښاد استاد خلیل‌الله خلیلي په کور کې د سورت یاسین یو ځانګړی هنري نندارتون پرانیست.

دا نندارتون د استاد عبدالله حنیف او استاد نعمت‌الله حنیف له‌ خوا چمتو شوی و، چې د سورت یاسین مبارک ایتونه پکې په شپږو ورقو او چوکاټو کې په ښکلې خطاطۍ، ظریفه میناتورۍ، شبکه‌کارۍ او هنرمندانه ډیزاین سره وړاندې شوي وو.

په پرانیست‌غونډه کې د هنرستان رییس مفتي لعل منیب خبرې کړې او یو شمېر استادانو د هنر اوسنی وضعیت، د هنرمندانو ستونزې او پرمختیايي وړاندیزونه مطرح کړي دي.

دوی غوښتنه کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د هنري برخې ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د هنرمندانو د اثارو نندارتونونه جوړ کړي او د هغوی اثار په ملي موزیم او ارشیف کې وساتي.

مولوي عتیق الله عزیزي دا نندارتون د قراني هنر یوه نایابه بېلګه بللې او ویلي يې دي، چې دا نندارتون د افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو ژور استازیتوب کوي.

ښاغلي عزیزي ژمنه کړې، چې د هنرمندانو ستونزې به د وزارت د امکاناتو له مخې حل کړي او د هغوی هڅې به مادي او معنوي ونازوي.

هغه زیاته کړې، چې هنرمند باید د ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او د هېواد د مصالحو ژور استازیتوب وکړي او هنر باید له قومي، ژبني او سمتي توپیرونو پاک وي، تر څو خپل سپېڅلی رسالت ترسره کړي.

په پای کې د وزارت هنري سلاکار سیدمحفوظ سیدخیلي او د دفتر رییس مولوي احسان‌الله حسان هم خبرې کړې او د یاسین شریف دا هنري نندارتون یې ستایلی دی.