د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا غزه کې د اسرائیلو له لوري په ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار، له مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل او پر ښځو او ماشومانو بمبار په کلکو ټکو غندلی.
اعلامیه کې راغلي، چې لا هم د فلسطین په غزه کې سلګونه زره مسلمانان د اسرائیلي صهیونستانو تر ظالمانه یرغل، وحشت ، سختې لوږې، تندې، ناروغیو او وحشیانه بمبارونو لاندې دي.
اسلامي امارت په ټول مسلمان امت، اسلامي هېوادونو او نورو موثرو جهتونو غږ کړی، چې هرڅه ژر د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره لاره هواره کړي او هلته دې روان ظلم او زیاتی نور پای ته ورسوي؛ کنه د لوی الله جل جلاله په حضور کې به هيڅ عذر نه لرو او ټول به له سخت الهي عذاب سره مخامخ کیږو.
اعلامیه کې همداراز راغلي: (( له الله تعالی څخه غواړو چې هر څه ژر د غزې مسلمانانو ته نجات ورکړي او په صهیونیستي ظالمانو او د هغوی په ملاتړو داسې قهر او عذاب نازل کړي چې ټول انسانیت یې ننداره وکړي او عبرت ورڅخه واخلي. آمین یا رب العالمین))

