ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امربالمعروف وزارت: تېره میاشت د ښځو د حقونو او ستونزو اړوند ۱۲۰ قضیو ته رسېدنه شوې

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبینو یې د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د ښځو د حقونو او ستونزو اړوند ۱۲۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

په دې قضیو کې ۱۶ د میراث، ۱۴ د مهر، ۴۸ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ۳۵ د جبري ودونو او ۷ په بدو کې د نجونو د ورکړې قضیې شاملې دي.

د یاد وزارت په وینا، محتسبینو په دې موده کې ۲۵ کوډګر نیولي، ۱۰۵ غټې او وړې د دښمنۍ قضیې یې حل کړې او په ټول هېواد کې یې ۶۷۰ اصلاحي ناستې کړې دي.