ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت‌الله جمال نیمروز ته سفر کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال، مولوي قدرت‌الله جمال نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي تورجان احمدي، د مقام د فتر رییس انجینر حامد ابراهیم او اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبیب‌الله الهام سره لیدنه کړې ده.

مولوي قدرت‌الله جمال ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د اسلامي او افغاني کلتور د دودولو، د رسنیو د مدیریت او انسجام، د ګرځندوی صنعت او سیلانیانو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد وزارت دغه‌راز د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم د خپرونو چارو د تنظیم او ځوانانو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې کار کړی دی.

ورته‌مهال د نیمروز مرستیال والي مولوي تور جان احمدي یاد ولایت د هېواد له لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه بللی او ویلي یې دي، چې یو شمیر تاریخي ابدات یې زرګونه کاله لرغونتوب لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د رسنیو د فعالیتونو او ځوانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو چارې، د ولایت مقام سره په همغږۍ ترسره کېږي او له یاد ریاست سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.