عدليې وزارت وایي، د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې چې د دې وزارت په رهبرۍ او د امنيې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو امارتي ادارو په غړيتوب جوړه شوې، خپله لومړۍ ناسته وکړه.
دا ناسته د عدليې وزارت مسلکي مرستیال شيخ عبدالکريم حيدر په مشرۍ او د غړو ادارو د استازو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې کمېټې پرېکړه وکړه چې د استوګنې د کورونو مالکان اجازه نه لري، چې د خپلو کورونو کرايه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له ۱۰ سلنې څخه زياته کړي او له دې سلنې د زیاتېدو په صورت کې دې سرغړونکي تر قانوني څارنې لاندې ونیول شي.
کمېټې همدارنګه پرېکړه وکړه، هغه کرايي قراردادونه چې په سپين کاغذ او يا په خپلهجوړو شویو سېټو کې ليکل شوي وي د رسېدنې لپاره معتبر نه دي او د ترلاسه کېدو په صورت کې تر قانوني څارنې لاندې نیول کېږي.
دغهراز هغو کسانو چې په سپين کاغذ يا په خپلهجوړو شویو سېټو کې معاملې کړې دي، هغه دې ژر تر ژره د معاملاتو لارښوونې په رسمي سند کې درج کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدليې وزارت په رهبرۍ او په ولايتونو کې د عدليې رياستونو په رهبرۍ په جدي توګه د کورونو د کرايې له قراردادونو څارنه کوي او د کرايې زياتوالي او يا غير رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به، له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

