ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل؛ د هېواد د فتحي په مناسبت ورزشي جشن ترسره شوه

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست کابل کې د اسلامي امارت د فتحي او بیا واکمنېدو څلورمه کالیزه په ورزشي نندارو او جشن سره ونمانځله.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي ریيس مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې ریيسانو او مشاورينو، د کابل امنيه قوماندان مولوي ولي جان حمزه، د بېلابېلو فدراسيونونو ریيسانو، د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو او عامو خلکو ګډون کړی و.

یاد مراسم د ورزشکارانو په رژې سره پيل شول، چې د جشن په جريان کې د پارکور، جمناسټيک، ووشو او تورې وهنې ورزشکارانو له لورې په زړه پورې نمايشات نندارې ته وړاندې کړل شول، چې د حاضرينو، د هېواد د ورزش ادارې او د اسلامي امارت د مسوولينو له لوري وستايل شول.

مولوي احمدالله وثيق په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت د برياليتوب او د دې وياړلې ورځې مبارکي ټولو هېوادوالو او ورزشکارانو ته وويله او په ټول هېواد کې يې پر سراسري امنيت او ارامۍ خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دغه ډول پروګرامونه، د ملي يووالي او خوښۍ نښه ده.

همدارنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت غړي مولوي عبدالحق حماد هم د اسلامي امارت د فتحې ورځ يو له پرتمينو ورځو او د هېواد د سرلوړۍ لپاره له وياړه ډکه وبلله او په دغه مراسمو کې يې د بېلابېلو رشتو د ورزشکارانو په ګډون خوښي وښوده.

د مراسمو په پای کې د بېلابېلو ورزشونو ډلې د کابل ښار سړکونو ته ووتلې او د نندارو په وړاندې کولو سره یې دا له ویاړه ډکه ورځ په شور او ولولو ونمانځله.