د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د دې وزارت وزیر شیخ نداء محمد ندیم د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې پرانیستې.
نوموړي د بامیان ولایت ته د خپل د رسمي سفر پر مهال د یاد ولایت پوهنتون د محصلینو په فراغتغونډه کې ویلي، چې محصلین باید په خپل مسلک کې تخصص ترلاسه کړي او په ډېر اخلاص د افغانستان د ودانولو هڅه وکړي.
ښاغلي ندیم زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د خپلو ځوانانو لپاره د زده کړو اسانتیاوې او کار زمینه برابره کړي.
د لوړو زده کړو وزیر د اسد ۲۴مې، فتحې ورځې ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان په جهاد کې ټولو افغانانو ونډې اخیستې، موږ د جهاد په ډګر کې بریالي شوي یو او اوس د خدمت کولو امتحان سره مخ یو.
همدارنګه نوموړي د یاد سفر پر مهال د بامیان پوهنتون داخلي سړکونو، احاطوي دېوال، د لیلیې سولر سیستم او کانتین پروژې هم پرانیستې دي.

